د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې د شلو طالبانو د وژلو ادعا کوي.
افغان حکومت په فاریاب کې د شلو طالبانو د وژلو ادعا کوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 اسد 1398 ساعت 9:06
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې د شلو طالبانو د وژلو ادعا کوي.
د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو پرمهال په ګرزیوان ولسوالي کې د دېرشو طالبانو د زخمي کېدو خبر هم ورکړی دی.
د دې عملیاتو پرمهال د افغان ځواکونو یو تن وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې ادعاو په اړه څه نه دې ویلي.
د مطلب کود: 189313