کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قریشي د افغانستان وضعیت له هند سره په سرحدي وضعیت پورې تړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 اسد 1398 ساعت 9:08

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي چې د افغانستان وضعیت د پاکستان د لویدیځي سرحد د وضعیت نه بیلول مشکل دي



ښاغلي قریشي وویل: "پکار ده پدی ځانونه پوهه کړل شي چې د افغانستان وضعیت ته د لویدیځي سرحد د وضعیت نه بیل نظر نشي کیدی."
د پاکستان د صدراعظم عمران خان د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ملاقات په مهال ویلي و چې د افغانستان د سولې د پروسې سره به پوره مرسته وکړي او حتی د افغان طالبانو سره به هم ملاقات کوي.
د پاکستان د بهرنو چارو وزیر دغه وینا د هغې نه وروسته کړیده چې د کشمیر د پارلماني کمیټې د مشر سید فخر امام سره یې ملاقات وکړ.
د پاکستان د ډان ورځپاڼه لیکي چې د کشمیر په اړه د پارلماني کمیټې په غونډې کې د ولسمشر ټرمپ د دریځ ستاینه وشوه.
د غونډې نه وروسته د پاکستان د بهرنو چارو وزیر یوې مطبوعاتي غونډې ته وینا وکړله او ویې ویل چې د ولسمشر ټرمپ په کشمیر د مسلې د ثالثۍ د وړاندیز نه وروسته یې دغه غونډه رابللي وه.
هغه وویل: "په ختیځي سرحد زمونږ د عسکرو ځای پر ځای کیده یوې خوا ته د سیمې د امنیت په ټینگیدو کې مهم دي. مونږ قبایلي سیمې د پښتونخوا سره یوځاې کړیدي او هلته پرامنه انتخابات وشول. مونږ د قبایلي سیمو لپاره بودیجه ټاکلې ده."
د قریشي دغه وینا د پاکستان د هغه نظر یادونه ده چې وایي د افغانستان د مسلې سره سره دې د کشمیر مسله هم حل کړل شي.​
 


د مطلب کود: 189314

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189314/قریشي-د-افغانستان-وضعیت-له-هند-سره-په-سرحدي-پورې-تړي

آوا
  https://www.avapress.com