کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو په فراه کې د مسافرو پر یوه بس پرونۍ چاودنه وغندله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 اسد 1398 ساعت 9:15

د ملګرو ملتونو سرمنشي په فراه کې د مسافرو پر سرویس پرونۍ چاودنه وغندله.



انتونیو ګوترش ویلي دي چې په افغانستان کې د جګړې ټول لوري باید د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي.
د فراه په اب خرما سیمه کې پرون د مسافرو پر یوه سرویس چاودنه وشوه چې ۳۵ تنه پکې ووژل شول او ۲۷ تنه نور ټپیان شول.
ټپیان هرات ته د درملنې لپاره انتقال شوې دي.
د هرات د مرکزي روغتون ډاکتر عبدالبشیر بارکزي اسوشېټېډ پرېس اژانس ته وویل: ۱۷ ټپیان او پنځه مړي دې روغتون ته راوړل شوي، د ټپیانو درملنه روانه ده، د اکثرو روغتیایي وضعیت ښه دی او دا کسان له روغتیایي اسانتیاوو برخمن شوي دي.
افغان حکومت تور پورې کړی چې دا چاودنه د هغه ماین د چاودلو له امله شوې چې طالبانو ایښی و.
دا پېښه یوه ورځ وروسته تر دې وشوه چې ملګرو ملتونو د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو راپور خپور کړ او څرګنده یې کړه چې د تېر کال همدې مودې په پرتله ۲۷ په سلو کې کم شوې دي.


د مطلب کود: 189315

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189315/ملګرو-ملتونو-په-فراه-کې-د-مسافرو-پر-یوه-بس-پرونۍ-چاودنه-وغندله

آوا
  https://www.avapress.com