کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد: امریکا د افغانستان د رڼو ټاکنو ملاتړ او مرسته کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 اسد 1398 ساعت 9:19

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی وایي چې واشنګټن په افغانستان کې د شفافو انتخاباتو ملاتړ کوي او مرسته ورسره کوي.



تمه ده چې زلمی خلیلزاد نن قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره د سولې اتم پړاو خبرې پیل شي.
طالبانو تر اوسه په افغانستان کې د انتخاباتو له ترسره کولو سره موافقه نه ده کړې.
ښاغلي خلیلزاد ازادي راډیو ته وویل چې داسې پرېکړې د بین الافغاني خبرو پرمهال کېدای شي.
ده وویل: هره پرېکړه چې د خبرو پرمهال کېږي، موږ د هغې ملاتړ کوو، خو تر هغو چې هغه فیصله کېږي، موږ د انتخابات حمایت کوو.
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ولسشمر اشرف غني او اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ تنو ځانونه کاندید کړي او تمه ده چې دا ټولټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شي.
 


د مطلب کود: 189316

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189316/خلیلزاد-امریکا-د-افغانستان-رڼو-ټاکنو-ملاتړ-او-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com