دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 189317
د داعش خراسان شاخه رهبر بدل شو
سازمان ملل متحد نظارت ټیم چی القاعده، داعش او نورو تروریستی ډلو تعقیب مسؤول دی اعلان کړی چی مولوی عبدالله مشهور په اسلم فاروقی د ابوعمر خراسانی پرځای د داعش ډلې خراسان شاخه رهبر ټاکل شوی دی.

یو تازه ریپورت د سازمان ملل متحد نظارت ټیم له لوری سازمان ملل امنیت شورا ته ارایه شوی دی چی ددی ډلې ارشد رهبری په افغانستان کې بدلون کړی دی.
په دی ریپورت کې راغلی دی چی مولوی ضیاالحق مشهور په ابو عمر خراسانی پرځای مولوی عبدالله مشهور په مولوی اسلم فاروقی د خراسان شاخه رهبر شو.
هغه مخکې له دی پاکستان خیبر اجنسی کې نظامی عملیاتونو مسؤولیت په غاړه درلوده.
په دی ریپورت کې راغلی دی چی دا بدلون افغانستان او پاکستان مرز ته د سوریه او عراق څخه د داعش ډلې رهبری هیات سفر په ترڅ کې رامنځته شوی دی.
ددی ریپورت په اساس، ددی ډلې هڅې په پکتیا او لوګر کې نفوذ لپاره ناکام شوی دی. خو ددی ډلی حضور په ننګرهار کې د درانده ماتی سربیره د داعش اصلی هستو څخه بلل کیږی.
د یک تلویزیون په ریپورت سره، ختیځ ولایتونو خلګو نمایندګان په ملی شورا کې لکه نعمت الله کریاب او عبدالطیف نهضت یار وایی چی داعش ننګرهار ترڅنګ په کنر او لغمان او نورستان کې هم فعالیتونه لری.
 
https://avapress.com/vdcezo8zfjh8vxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته