کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زلمی خلیلزاد نن په قطر کې له طالبانو سره ګوري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 اسد 1398 ساعت 9:22

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدو کتو وروسته نن په قطر کې له طالبانو سره ګوري.


خلیلزاد له طالبانو سره تر دې خبرو مخکې ازادي راډيو ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې د سولې په برخه کې ډېر پرمختګ شوی دی.
د طالبانو یوه جپګوړي چارواکي چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، ازادي راډیو ته وویل چې له امریکایي پلاوي سره به د سولې په اتم پړاو خبرو کې د دوی ۱۹ کسان برخه واخلي.
ښاغلي خلیلزاد د قطر د دې سفر په درشل کې ازادي راډیو ته وویل چې دا ځل یې نږدې یوه نیمه اوونۍ په کابل کې تېره کړه او د سولې په تړاو یې دا سفر خورا ګټور و.
ده وویل: زه نهه لس ورځې په کابل کې وم، دا یو ډېر ښه سفر و، دا د دې دندې له پیل راهیسې تر ټولو بریالی سفر و

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېرکال په سپټمبر کې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه وګماره.
ده تر اوسه پورې له طالبانو سره اووه پړاوه د سولې خبرې مخته وړي دي.
خلیلزاد وایي چې د سولې په ارتباط د راتلونکو ګامونو په برخه کې د افغانستان له حکومت سره موافقې ته رسېدلی دی.

افغانستان تل پاکستان تورن کړی چې له طالبانو سره مرسته کوي، خو خلیلزاد وایي اوس د پاکستان سیاست بدل شوی.
دی زیاتوي: د پاکستان په سیاست کې زه مثبت تغییر وینم چې غواړي په دې برخه کې مرسته وکړي، که څه هم موږ هر کله دا غواړو چې پاکستان باید نور ګامونه واخلي، خو په تېرو څو میاشتو کې زه یو مثبت بدلون وینم.
طالبانو د سولې په تېرو پړاوونو کې بیا بیا پر دې ټینګار کاوه چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي.
د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په واشنګټن کې وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر د راتلونکي میلادي کال تر نومبر پورې کم کړي، خو امریکایي رسنۍ څرګندوي چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو مسئله له طالبانو سره د سولې له خبرو سره ارتباط لري.
په دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین روېټرز اژانس ته وویل چې دوی له خپلو مشرانو سره سلا مشوره بشپړه کړې ده او خلیلزاد ته انتظار کوي.
بل لور ته پرون زلمي خلیلزاد پر ټوېټر ولیکل چې که طالبان د خپل اړخ چارې ترسره کړي، دوی به خپل کارونه بشپړ کړي او هغه موافقه به نهایي کړي چې تر اوسه کار پرې شوی دی.
 


د مطلب کود: 189318

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189318/زلمی-خلیلزاد-نن-په-قطر-کې-له-طالبانو-سره-ګوري

آوا
  https://www.avapress.com