کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شاهین: له امریکا سره به د راتلونکې اونۍ خبرو کې د جګړې د ختمیدو موافقه لاسلیک شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 اسد 1398 ساعت 10:54

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، وايي تمه لري چې په راتلونکې اونۍ کې له امریکا سره د افغان جګړې د پای ته رسېدو هوکړه لاسلیک شي.


ښاغلي شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي له امریکا سره اوږدې خبرې وروستۍ کېدو ته نږدې شوې دي، ده  تمه ښوولې  چې راتلونکې اونۍ خبرو کې به دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرو پرمهال د جګړې د پای ته رسولو هوکړه لاسلیک شي.
 شاهین دا نه دي ویلي چې پر کومو مواردو به دوی هوکړه سره وکړي خو په خبره یې له خلیلزاد سره د طالب استازو تر خبرو او دواړو ترمنځ تر هوکړې وروسته به معلومات خپاره کړي.
په ورته وخت کې پرون زلمي خلیلزاد هم ویلي وو، چې له طالبانو سره به پر بحث شوو مواردو ډېر ژر هوکړه وشي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم  پرون په یوه اعلامیه کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پنځلس کسیز پلاوي لېست د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
ټاکل شوې چې د بین الافغاني خبرو دا پړاو د کوم اروپايي هېواد په پلازمینه کې ترسره شي.
 


د مطلب کود: 189327

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189327/شاهین-له-امریکا-سره-د-راتلونکې-اونۍ-خبرو-کې-جګړې-ختمیدو-موافقه-لاسلیک-شي

آوا
  https://www.avapress.com