دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 189341
القاعده شبکې بنسټګر وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن مړ شوی دی
د امریکا استخباراتي چارواکي وایي، د القاعده شبکې د بنسټګر او وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن مړ شوی دی.

 

د امریکااستخباراتي ادارې یوازې د حمزه بن لادن د مرګ خبر ورکړی  خو د هغه د مړینې د ځای او نېټې په اړه یې هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

داسي ویل کېږي چې حمزه بن لادن د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې مشري کوله په سیمه او نړۍ کې یې وګړي د امریکا پر ضد پاڅون ته هڅول.

 د امریکا استخباراتی ادارې له لوري په تېره فبرورۍ میاشت کې د حمزه بن لادن د ځای په اړه معلومات ورکونکي ته یو میلیون ډالر جایزه اعلان شوې وه.

  تر دې وړاندې۳۰ کلن حمزه پر امریکا او نورو هېوادونو د بریدونو په اړه ځینې غږیز او وېډیويي پیغامونه هم خپاره کړي دي. حمزه بن لادن له جهادیانو غوښتي وو چې د خپل پلار غچ له امریکا واخلي.

https://avapress.com/vdcba9b88rhbwfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته