د ۲۰۳ تندر قول اردو له رسنیز دفتره په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي:” د ۲۰۳ تندر قول اردو جزوتامونو له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د غزني ولایت مرکز پورې اړوند د منګور او شهباز په سیمو کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې (۹) تنه وسله اورپکي وژلي او شپږ تنه ژوبل کړیدي”.
د خبر پاڼې په حواله،”وړمه ورځ افغان ځانګړو ځواکونو له ایتلافي ځواکونو سره په ګډه د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د جمال خیلو په سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې (۲۵) تنه وسله وال طالبان وژلي او څلور تنه یي ژوندي نیولي دي”.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)