کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشرغني د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب غړو ته ۳۵۰۰ استوګنیزې نمرې ور ویشي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 اسد 1398 ساعت 15:58

ټاکل شوې ولسمشر غني، په راتلونکو څو ورځو کې ۳۵۰۰ استوګنیزې نمرې په پیروزي ښار ګوټي کې د اسلامي حزب غړو ته ور وویشي.


د  اسلامي حزب مخکښ غړي او د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار د دې خبر د پخلي ترڅنګ ویلي چې په پیروزي ښار ګوتي کې د ۳۵۰۰ نمرو د ویش موضوع ورستۍ شوې او د منظورۍ اسناد یې د ولسمشر په مېز پراته دي.
ښاغلي کریم دا هم ویلي چې د حزب اسلامي عړو ته د استوګنیزو نمرو ویش، د ملي یوالي حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د هوکړې له تعهداتو څخه یوه ژمنه ده چې په دغې توافق نامه کې ځای پر ځای شوې.
ښاغلي کریم زیاتوي چې اسلامي حزب د ملي یوالي له حکومت څخه د سولې هوکړه لیک د ډېرو مادو د نه عملي کیدو امله راضی نه دی.
پیروزي یوه دولتي استوګنیزه پروژه ده چې د کابل ښار  شمال ختیځ لور ته د ده سبز ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرته ده.
په دې ښار ګوتي کې ۸۸۰۰ استوګنیزې نمرې په پام کې نېول شوې چې تر دې مهاله ۴۵۰۰ د شهیدانو وارثینو او د پوهنې وزارت ښوونکو ته ور ویشل شوې دي.
تر دې وړاندې د افغانستان حکومت ژمنه کړې وه چې په دې پروژې کې به ۱۰۰ حویلۍ لرونکې نومرې خبریالانو ته ور وویشي خو تر دې مهاله د دغو نمرو له برخلیک څخه هيڅ معلومات نشته.
د پیروزي ښارګوټي پروژې له  امریت څخه یوې کره سرچینې خامه پریس ته ویلي چې د اسلامي حزب غړو ته د ۳۵۰۰ استوګنیزو نمرو ویش وروستی شوی خو تر دې مهاله خبریالانو ته د نمرو ویش د لومړیتوب په توګه په پام کې نه دی.
د خبریالانو ټولنې اجرائیه رئیس فهیم دشتي وایي چې خبریالان هم لکه امنیتي ځواکونه د جګړې په لومرۍ کرښه کې دي، له دې کبله باید حکومت له خبریالانوملاتړ وکړي.
ښاغلي دشتي د نیوکې په توګه زیاتوي چې د اسلامي حزب په راتګ سره په امنیتي وضعیت کې هیڅ ښه والی نه دی راغلی.
ده د اسلامي حزب او حکومت ترمنځ پر شوي توافق نیوکه  کړې او وایي چې، اسلامي حزب د حکومت یوه مخالفه ډله وه له حکومت سره تر سولې وروسته د دغې ډلې هیڅ غړي خپلې وسلې او جنګي وسایل حکومت ته نه دي تسلیم کړي، نو ولې امتیاز ورته ورکول کیږي.
مجیب خلوتګر د رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) اجرائي رئیس د حکومت دغه اقدام د رسنیو پرواندې ښکاره تبعیض او خیانت ګڼي.
ښاغلي خلوتګر وویل:” نږدې ۱۰ کاله  مخکې حکومت له خبریالانو سره ژمنه کړې وه چې په پیروزي ښارګوټي کې به استوګنیزې نمرې ور ویشي او د دې ترڅنګ د رسنیو د فترونو لپاره یو مناسب ځای ورته په پام کې نیسی خو تر دې مهاله یې هیڅ یوه ژمنه نه ده پوره کړې”.
دا په داسي حال کې ده چي ولسمشر غنی دوه ورځې مخکې ۱۱۷۷ استوګنیزې نمرې په پیروزي ښار ګوټي کې د دفاع وزارت د شهیدانو کورنیو ته ور وویشلې.
 
RECOMMENDED POSTS


د مطلب کود: 189354

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189354/ولسمشرغني-د-ګلبدین-حکمتیار-په-مشرۍ-اسلامي-حزب-غړو-ته-۳۵۰۰-استوګنیزې-نمرې-ور-ویشي

آوا
  https://www.avapress.com