کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزی: سولې پروسه د امریکا او پاکستان په واک کې ده

10 اسد 1398 ساعت 17:28

د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي، د سولې پروسه د امریکا او پاکستان په واک کې ده.


 

په افغانستان کې د سولې په تړاو د روانو هڅو سره هم مهاله مخکنی رئيس جمهور حامد کرزی وايي، د سولې خبرې اوس مهم پړاو ته رسېدلي دي.

که څه هم ښاغلی کرزی د امریکا له لوري د سولې په تړاو د روانو هڅو هرکلی کوی، خو وايي چې د افغان سولې پروسې واک افغانان نه، بلکې امریکا او پاکستان په لاس کې لري.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل: زموږ هڅه باید دا وي چې د سولې پروسه افغاني شي چې تر اوسه نه ده شوې او په دې تړاو هڅې هم روانې دي چې دغه پروسه د امریکا او پاکستان په واک کې پاتې شي، د سولې پروسې واک د دواړو هېوادونو له خوا زموږ په زیان دی.

مخکنی ولسمشر د سیاسي رهبرانو پر اتفاق ټینګار کوي او له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي، د دې لپاره چې روانه جګړه د بهرنیانو په ګټه ده.

ښاغلی کرزی وايي، امریکا له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي او ډېر ژر به افغان حکومت او طالبان هم هوکړې ته ورسېږي.

هغه همداشان د افغانستان د سولې په پروسه کې د ګاونډیو هېوادونو لکه روسیې، چین، ایران او هند ونډه مهمه یاده کړه.

افغان حکومت تر دا مهاله په دې اړه غبرګون نه دې ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ اتم پړاو خبرې په قطر کې پیل شي.

هغه مرحله چې هیلې ورته ډېرې دي او احتمال شته چې د دواړو لورو له خوا یو توافق هم وشي.


د مطلب کود: 189366

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189366/حامد-کرزی-سولې-پروسه-د-امریکا-او-پاکستان-په-واک-کې-ده

آوا
  https://www.avapress.com