دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 189393
ټرمپ یوځل بیا: د افغانستان د جنګ د ګټې لپاره نه غواړو چې میلیونونه کسان ووژل شي
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان د سولې په تړاو خبرې وکړې او یو ځل بیا یې خبرداری ورکړ چې هېواد یې دا توان لري چې د افغانستان جګړه وګتي، خو نه غواړي چې میلیونونه انسانان د دې ګټې لپاره ووژل شي.

ډونالد ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: د افغانستان په ارتباط موږ ډېر پرمختګ کړی، موږ خبرې کوو، په ورته وخت کې مو پرمختګونه کړي، موږ هلته شمېر کموو، هلته زموږ دا نولسم کال شو، موږ په واقعیت کې هلته د پولیسو دنده مخته وړو، موږ کولی شو چې د افغانستان جګړه په دوو، درې یا څلورو ورځو کې وګټو، که موږ وغواړو، خو زه نه غواړم چې لس میلیونه کسان ووژل شي.

ولسمشر ټرمپ همداسې خبرداری تېره میاشت ورکړی و، خو دا ځل یې دا خبره هم وکړه چې د ده هدف د اټمي وسلې استعمال نه دی، د متعارفو وسلو د استعمال دی.
تېره اوونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې د امریکا متحده ایالتونه به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له څوارلس زرو اتو زرو ته راښکته کړي، خو په دې برخه کې ولسمشر ټرمپ پرون د خبریالانو خبرو ته واضح ځواب ور نه کړ.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونه غواړي چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر په دې شرط کم کړي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي او له القاعده شبکې چې پر امریکا د دوه زره لومړي کال د سپټمبر د یولسمې نیټې د بریدونو مسؤله ده، همداراز له نورو ترهګرو ډلو څخه لرې شي.
واشنګټن غواړي چې له طالبانو سره د سپټمبر تر لومړۍ نېټې د سولې موافقتنامه بشپړه شي، خو د تړون لپاره پکار ده چې طالبان د کابل له حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي.


یو شمېر افغانان د سولې په معاملې کې بیړې ته اندېښمن شوي دي او په دې نظر دي چې که چېرته امریکایي ځواکونه ژرترژره له افغانستانه ووځي، ممکن بېرته طالبان واکمنان شي.
طالبانو چې نږدې نیمایي افغانستان یې لاندې کړی، په وروستیو کې ژمنه وکړه چې د ملکیانو ژوند ته به پاملرنه کوي، خو لاهم په افغانستان کې شخړې په شدت ادامه لري.
د ملګرو ملتونو د سې شنبې د ورځې د خپاره شوي راپور له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یو زر درې سوه شپږ شپېته ملکيان په افغانستان کې وژل شوې دي او دوه زره څلور سوه شپږ څلوېښت نور ټپيان شوې دي.

په دې کې د تېرې اوونۍ هغه څلور دېرش قربانیان نه دې شامل چې د کندهار- هرات پر لار د دوی بس موټر پر ماین وخوت.
د راپوونو له مخې، دا ماین طالبانو ایښی و.
بل لوري ته له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی.
خلیلزاد پر ټوېټر د دې خبر د تأیید ترڅنګ لیکلي دي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د افغانستان له شرایطو سره مربوط دی.
خلیلزاد دا خبره هم کړې چې طالبانو دا اشارې ور رسولي چې د سولې موافقه غواړي، خو خلیلزاد وایي چې د سولې ښه موافقه پکار ده.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci33azpt1avp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته