دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 189394
د فراه لپاره د طالبانو تش په نامه والي، ملا عبدالباري په یوه هوایي برید کې و وژل شو

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، تېره شپه ۸:۱۰ دقیقي د فراه ولایت خاک سفید ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د فراه لپاره تش په نامه والي په یوه هوایي برید کې و وژل شو.
د ملي دفاع وزارت د مالوماتو له مخې د تېرې شپې هوایي برید کې د فراه لپاره تش په نامه والي د حلقوي زون له نظامي مسول مولوی سعید او د طالبانو له لوژیستیکي مسول ملا صادق سره یو ځای وژل شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhhevxuqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته