دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 189396
غزني کې د ائتلاف ځواکونو د هوایي بریدونو په پایله کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي
د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د پنجشنبې شپې ۱۱:۳۰ دقیقو شاوخوا د طالبانو پر کرښو او پټن ځایونو حملې شوې چې پر مهال ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني ولایت د رسنیز دفتر له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي،”د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ اړوند په سکو او اډه کليو کې تيره شپه د ائتلاف هوايې ځواکونو په بريدونو کې ديارلس (13) تنه وسله وال طالبان ووژل شول”.
د خبر پاڼې په حواله، ياد بريدونه د شپي شاوخوا (11:30) بجي ترسره شوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb99b80rhbwfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته