کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې د ائتلاف ځواکونو د هوایي بریدونو په پایله کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 اسد 1398 ساعت 10:29

د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د پنجشنبې شپې ۱۱:۳۰ دقیقو شاوخوا د طالبانو پر کرښو او پټن ځایونو حملې شوې چې پر مهال ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.



د غزني ولایت د رسنیز دفتر له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي،”د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ اړوند په سکو او اډه کليو کې تيره شپه د ائتلاف هوايې ځواکونو په بريدونو کې ديارلس (13) تنه وسله وال طالبان ووژل شول”.
د خبر پاڼې په حواله، ياد بريدونه د شپي شاوخوا (11:30) بجي ترسره شوي.
 


د مطلب کود: 189396

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189396/غزني-کې-د-ائتلاف-ځواکونو-هوایي-بریدونو-په-پایله-۱۳-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com