کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زلمی خلیلزاد: طالبانو سره سولې موافقه غواړو نه امریکایی ځواکونو وتل

12 اسد 1398 ساعت 10:43

دامریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان او پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره تر لیدنې وروسته پرون جمعه د اګست په دوهمه قطر ته روان شوی ټاکل شوي چې نن به د دوحې په وخت لس بجې د امریکایي مذاکراتي ټیم او طالبانو داستازو ترمنځ د سولې خبرې بېرته پیل شي.



د امریکا د بهرنیو چاور وزارت ځانګړي استازي، پر خپل تویټر لیکلي چې موږ د سولې موافقه غواړو، نه د وتلو موافقه، له طالبانو سره د سولې داسې موافقه چې وتلو ته زمینه برابره کړي.
ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټویتر زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل او وتل په شرایطو پورې اړه لري.
د اتم پړاو د خبرو  تر پېلدو مخکې دواړو لوریو دغه خبري بر خلیک ټاکونکې ګڼلې دي ټاکل شوي په دې پړاو کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه هم لاسلیک شي.


د مطلب کود: 189401

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189401/زلمی-خلیلزاد-طالبانو-سره-سولې-موافقه-غواړو-نه-امریکایی-ځواکونو-وتل

آوا
  https://www.avapress.com