د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ خپلو همکارانو ته ویلي دي چې دی غواړي د راتلونکي کال تر نومبر پورې چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو وخت دی، ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي.
سرچینې: ټرمپ غواړي، تر نومبره له افغانستانه امریکایي ځواکونه وباسي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 اسد 1398 ساعت 13:39
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ خپلو همکارانو ته ویلي دي چې دی غواړي د راتلونکي کال تر نومبر پورې چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو وخت دی، ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي.
دا خبر امریکایي خبرې سرچینو د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو په وینا ورکړی دی چې د دې کسانو نومونه یې نه دي اخیستي.
په ورته وخت کې امریکایي رسنیو د یو شمېر سرچینو په وینا ویلي دي چې واشنګټن دې ته چمتو دی چې د دې په بدل کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو یوه لویه برخه وباسي چې طالبان له کابل سره د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د مخامخ خبرو ژمنه وکړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه او سي اېن اېن ټلویزیون د سرچینو په حواله وایي، که طالبان د امریکا شرط ومني، نو د امریکایي پوځیانو شمېر به له څوارلس زرو څخه نهو زرو یا اتو زرو ته راکم شي.
واشنګټن ویلي دي چې هیله یې دا ده چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې له طالبانو سره د سولې تړون نهایي شي.
د مطلب کود: 189421