پېښه نن ۱۱ بجې د کندهار ښار اړوند د اخند صاحب دانې په سيمه کې رامنځته شوې ده. د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې يو وسله وال چې غوښتل يې موټرسایکل بم انتقال کړي، ځای پر ځای ورباندې چاوېدلی چې له امله یې د ښځو او کوچنیانو په ګډون اته ملکي کسان ټپيان شوي دي. بارکزی وایي چې په چاودنه کې خپله د موټرسایکل انتقالوونکی هم وژل شوی دی. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.