دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 189440
په فراه کې د سلو څخه ډير طالبان وژل شوی
فراه ولایت کې دولتی ځواکونو هوایی او ځمکنۍ عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۳ مسلح طالبان ددی ډلې نومول شوی والی او ددی ډلې ارشد مسوول په ګډون وژل شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ملی دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلی دی چی تیره شپه ۸:۱۰ بجو په شاوخوا د هیواد ځواکونو هوایی بریدونو په ترڅ کې فراه ولایت خاک سفید ولسوالی کې، ملا عبدالباری مشهور په ملا مشر د طالبانو نومول شوی والی ددی ولایت لپاره ددی ډلې دوه تنه ارشد مسؤولینو په ګډون مولوی سعید طالبانو حلقوی زون مسوول او ملا صادق ددی ډلې لوژستیکی او مالی مسوول په ګډون وژل شوی دی.
په همدی حال کې محب الله محب؛ ددی ولایت پولیسو ویاند وایی د امنیتی ځواکونو مشترک خاص عملیات په ترڅ کې د فراه ولایت ګینهکان، رج او مرکز کې سلو څخه ډیر مسلح طالبان د هغه ډلې څو تنو قومانده وو په ګډون وژل شوی او پنځوس تنه نور ټپیان شوی دی.
یادولو وړ دی چی ددی علمیاتونو په جریان کې لسګونه میله اسلحی او ۱۴ مختلف النوع عراده وسایط هم له منځه تللی دی.
تراوسه طالبان په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcba9b8grhbwap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته