دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 189448
د بنگله دیشي خویندو سرونه سره جلا شول
دوه بنگله دیشۍ خویندې چې د زیږد له وخته یې سرونه سره نښتي وو د هنگري د ٣٥ ډاکترانو د یو ټیم له خوا د پیچلو عملیاتو په ترڅ کې سره جلا کړای شوې.

د پیچلو طبي عملیاتو دغه ٣٠ ساعته پروسه چې د طب پرمختیا په ډاگه کوي، د هنگري طبي ټیم له خوا د بنگله دیش په مرکز ډاکه کې په یو پوځي روغتون کې په بریالیتوب پای ته ورسیده.
دغه درې کلنې خویندې رابعه او رقیه نومیږي او روغتیایي حالت یې د جمعې د ورځې (اگست ٢) له عملیاتو وروسته ښه گڼل شوی دی.
د هنگري د ډاکټرانو دغه خیریه ټیم چې د بېوزلو خلکو سره مرسته کوي د ډاکټر اندرس سوکي له خوا رهبري کیده او دغه عملیات د دواړو هیوادونو د ډاکټرانو د گډې همکارۍ نتیجه ده.
ددغو دوه گونو خویندو د سرونو د جلاکولو لپاره درېو ځانگړو عملیاتو ته اړتیا وه چې په بریالیتوب سره وشول.
ددغو نجونو د عملیاتو پروسه تیر کال په ډاکه کې پیل شوه او لومړی د هغوی د دماغ رگونه سره جلا کړای شول. د سږکال په لومړیو کې بیا په بوداپست کې هغوی ته د پوټکي او انساجو سیستم وصل شو او اوس دادی د جمعې ورځې په عملیانو کې هغوی د دوو ځانگړو انسانانو په توگه خپل ژوند پیل کړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxhevouqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته