کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوناما: تېره جولای میاشت کې ۱۵۰۰ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 اسد 1398 ساعت 18:19

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یوناما ویلي چې یوازې په تېرې جولای میاشت کې ۱۵۰۰ ملکي وګړو ته په افغانستان کې مرګ ژوبله اوښتې ده.



د دغې ادارې په یوې اعلامیې کې چې نن خپره شوې دا شمېره د تېر ۲۰۱۷ کال د مې میاشتې راهیسې تر ټولو لوړه ښیي.
د یوناما اعلامیې زیاته کړې چې تر ډېره دا ملکي مرګ ژوبله د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې اوښتې ده.
دا اندېښنه داسې مهال خپره شوې چې په دې وروستیو اوونیو کې د افغانستان د سولې هڅې ډېرې شوي، خو د یوناما په خبره، په هماغه اندازه شخړې هم ډېرې شوې دي.
اعلامیې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له قوله لیکلي چې وایې: زه پر ټولو ښکیلو خواوو غږ کوم چې پوځي عملیات په دې فکر ډېر نه کړي چې ښایي په دې سره به د سولې په خبرو کې د دوی دریځ پیاوړی شي
 


د مطلب کود: 189452

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189452/یوناما-تېره-جولای-میاشت-کې-۱۵۰۰-ملکي-افغانانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com