دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۹
د مطلب کود : 189452
یوناما: تېره جولای میاشت کې ۱۵۰۰ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یوناما ویلي چې یوازې په تېرې جولای میاشت کې ۱۵۰۰ ملکي وګړو ته په افغانستان کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغې ادارې په یوې اعلامیې کې چې نن خپره شوې دا شمېره د تېر ۲۰۱۷ کال د مې میاشتې راهیسې تر ټولو لوړه ښیي.
د یوناما اعلامیې زیاته کړې چې تر ډېره دا ملکي مرګ ژوبله د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې اوښتې ده.
دا اندېښنه داسې مهال خپره شوې چې په دې وروستیو اوونیو کې د افغانستان د سولې هڅې ډېرې شوي، خو د یوناما په خبره، په هماغه اندازه شخړې هم ډېرې شوې دي.
اعلامیې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له قوله لیکلي چې وایې: زه پر ټولو ښکیلو خواوو غږ کوم چې پوځي عملیات په دې فکر ډېر نه کړي چې ښایي په دې سره به د سولې په خبرو کې د دوی دریځ پیاوړی شي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceno8zwjh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته