کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیت او عدالت ټاکنیزې ډلې، د حکومت مشران مناظرې ته راوبلل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 اسد 1398 ساعت 18:28

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت‎الله نبیل، د ټاکنیزو سیالیو له پیل شپږ ورځې وروسته، نن (شنبې د زمري په ۱۲مه) خپلې ټاکنیزې منډې تړرې پیل کړې.



د ښاغلي نبیل ټاکنیزه ډله «امنیت او عدالت» نن په کابل کې په همدې منظور یوه غونډه جوړه کړه.
رحمت‎الله نبیل په دغې غونډه کې د خپلو پلویانو په منځ کې ملي یووالی حکومت یې یو ناکامه حکومت وباله او د دغه حکومت مشران یې چې په ټاکنو کې د ښاغلي نبیل سیالان دي، مناظرې ته راوبلل.
ښاغلی نبیل پنځم نوماند دی چې خپلې ټاکنیزې منډې ترړې پيل وي. د ټاکنیزو سیالیو له پيله تراوسه د اتلسو نوماندانو له ډلې، یوازې اشرف غني، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او عنایت الله حفیظ خپلې ټاکنیزې منډې ترړې پیل کړې وې.
بلخوا د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې مشر حنیف اتمر، د ډلې د خپل منځي اختلافونو له امله تراوسه ټاکنیزې سیالۍ پيل کړې نه دي او دولس نورو نوماندانو هم چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا یې جوړه کړې، د ټاکنو د نه روڼتیا د احتمال په اعتراض کې خپلې ټاکنیزې منډې ترړې ځنډولې دي.
د نوماندانو شورا وايي چې حکومت دې هغوی ته ډاډ ورکړي چې ټاکنې په رڼې توګه ترسره کېږي.
رحمت الله نبیل هم نن پر حکومت جدي تورونه پورې کړل. هغه وايي ملي یووالي حکومت د هېوادوالو پر ټپونو مالګه پاشلې ده، نوموړی د ملي یووالي حکومت مشران په توپیري چلند او تعصب تورنوي.
هغه زیاته کړه:«حاکمې ډلې په بېلابېلو توپیري چلند کې له هغې ډلې د خلکو ترمنځ د بې اتفاقۍ رامنځته کول، ټولیزې تشې او د خلکو له جنګلو سره کامیاب دي یا ناکام؟»
هغه بې وزلي، وزګاري، جګړه او ناکام بهرنی سیاست د هغه څه له امله بولي چې ملي یووالي حکومت د مشرانو دوکه ورکوونکي سیاستونه او قانون ماتونې یې ګڼي.
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل څرګنده کړه:«موږ په دغه هېواد کې مړي او شهیدان ورکړي خو همدا اوس... زما پر هېواد په بهر کې خبرې کېږي او موږ په کې شامل نه یوو. قرباني موږ ورکړې او همدا اوس په قطر کې په همدې اړه بحث روان دی.»
نبیل وايي د افغانستان هغه مشرانو چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې يې تېروتنې کړې باید بښنه وغواړي او یو شمېر ناکام سیاستوالان باید ګوښه شي.
ښاغلي نبیل زیاته کړه:«په دوه مېلیونو رایو ولسمشر تعیینېږي؛ درې تر څلورو مېلیونو روږدي لرو، که‎چېرې یوه روږدي کس ځان نوماند کړی وای هغه معتاد زموږ ولسمشر کېده.»
رحمت الله نبیل وايي د خلکو د غوښتنې له مخې د اساسي قانون له تعدیله ویره نه لري او زیاتوي د هېواد له وسله‎والو ځواکونو باید په ټاکنیزو مبارزو کې اوزاري استفاده ونه شي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شيږ او ټاکنیزې سیالۍ یوه اوونۍ مخکې رسماً پيل شوې او ټاکل شوې چې د تلې تر درېیمه دوام ولري.
 


د مطلب کود: 189453

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189453/د-امنیت-او-عدالت-ټاکنیزې-ډلې-حکومت-مشران-مناظرې-ته-راوبلل

آوا
  https://www.avapress.com