دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 189473
جمهور رئیس غني دناټو غړو هیوادونو سفیرانو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د ناټو سازمان غړو هیوادونو له سفیرانو سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست ټاکنو د ترسره کېدو لپاره دحکومت د چمتووالي او د سولې پروسه کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
جمهوررئیس د ناټو سفیرانو ته د سولې پروسه کې د وروستیو انکشافاتو او په دې برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو سره د شويو بحثونو په اړه، معلومات ورکړل.
د دغې کتنې په پای کې د ناټو غړو هیوادونو سفیرانود افغانستان د سولې پروسې څخه یې خپل ملاتړ په ډاګه کړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqwnzx23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته