دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 189474
د امریکا ټکساس ایالت کې وسله وال کس په ډزو ۲۰ تنه وژلي
د امریکا د ټکساس ایالت د ال پاسو ښار په یوه مغازه کې یوه وسله وال کس په ډزو ۲۰ تنه وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي.

پېښه د شنبې په ورځ په «ولمارټ» پلورنځي کې رامنځته شوې ده.
د ټکساس پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو یې یو ۲۱ کلن سپین پوستی سړی نیولی دی.
که څه هم تر دا مهاله د پېښې انګېزه معلومه نه ده، خو چارواکو ویلي چې کېدای شي د نژادي تبعیض له امله رامنځته شوې وي.
د ال پاسو ښار روغتیايي مسؤلینو ویلي، چې د ځینو ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی.
ال پاسو ښار چې د مکسیکو د واریز سره ښار سره ګډه پوله لري، شاوخوا ۶۸۰زره تنه ژوند پکې کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciy3az5t1av52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته