کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا په اوهایو کې نن یکشنبه ۹ تنه په ډزو ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 اسد 1398 ساعت 14:30

د امریکا په اوهایو کې نن یکشنبه ۹ تنه په ډزو ووژل شول.



دا تر ۲۴ ساعتونو په کم وخت کې دوهمه ورته پېښه ده چې په متحده ایالتونو کې کېږي.
د اوهایو په (ډې ټان) کې پولیسو په خپله ټوېټرپاڼه کې ویلي چې مشکوک حمله کوونکی مړ شوی او لږترلږه ۱۶ تنه نور په دې پېښه کې ژوبل شوي دي.
په اوهایو کې دا پېښه څو ساعته وروسته له دې وشوه چې یوه زلمکي د تکزاس ایالت د ایل پاسو ښار په یوه لوی پلورنځي کې د خلکو پر ګڼې ګوڼې ډزې وکړې او ۲۰ تنه یې ووژل.
په دې پېښه کې ۲۶ نور ژوبل شوي دي.
د ټکساس چارواکو پرون وویل چې حمله کوونکی چې ۲۱کلن او د تکزاس اوسېدونکی دی، د والمارټ پلورنځي کې پر خلکو د ډزو په تور نیول شوی دی.
چارواکو د ډزو صحنه بوږنوونکې بللې ده.


د مطلب کود: 189498

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189498/د-امریکا-په-اوهایو-کې-نن-یکشنبه-۹-تنه-ډزو-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com