د افغانستان د ازادو مبارزاتو لوبغاړی نصرت حقپرست د شنبې پر شپه (د زمري په ۱۲مه) په «یو اف سي» سیالیو کې خپل برازیلی سیال خواګیم سیلوا یې له فني ضربې سره مات کړ.
نصرت حق پرست په ازادو مبارزاتو کې خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 اسد 1398 ساعت 16:56
د افغانستان د ازادو مبارزاتو لوبغاړی نصرت حقپرست د شنبې پر شپه (د زمري په ۱۲مه) په «یو اف سي» سیالیو کې خپل برازیلی سیال خواګیم سیلوا یې له فني ضربې سره مات کړ.
د هېواد دغه لوبغاړي د ازادو مبارزاتو په ۱۲ سیالیو کې تراوسه ۱۰ بریاوې او یوازې دوه ماتې لري.
سیلوا په خپلې کارنامې کې ۱۱ بریاوې او یوازې یوه ماته لري. هغه شپږ ځله خپل سیالیان له فني ضربې سره مات کړي دي
د مطلب کود: 189517