کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یو خصوصی تلویزیون پر موتر ماین چاودنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

13 اسد 1398 ساعت 19:02

د یکشنبې پر مازدیګر( د زمري ۱۳) د کابل ښار د ۱۵ امنیتي حوزې دتایمني په پېنځم سړک کې د خورشید تلویزیون پر کاستر موتر ماین چاودنه شوې.



کورنیو چارو وزارت د چاودنې پخلی کړی او وايي، په دې چاودنه کې د یاد تلویزیون درې کسان سخت ټپیان دي.
دغه راز ویل کیږي، چې د یاد تلویزیون د کارکوونکیو پر موتر د ماین په چاودنه کې د موتر دریور او یو عم وګړي خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
 


د مطلب کود: 189529

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189529/د-یو-خصوصی-تلویزیون-پر-موتر-ماین-چاودنې-۵-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com