دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۲۲
د مطلب کود : 189532
د کندهار – روزګان پر لویه لار پولیسو خپل ۷ نور پولیس ملګري وژلي
د کندهار ولایت امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د کندهار – روزګان پر لویه لار څو تنو پولیس خپل اووه نور پولیس ملګري وژلي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، دغه پېښه د یک شنبې پر ورځ( د زمري ۱۳) له غرمې مخکي د شاولیکوټ ولسوالۍ په تور کوتل سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې په اړوند سیمه کې څو پولیسو پخپلو نورو پولیسو ملګرو ډزي کړي، چی اووه پولیس یې وژلي دي.
نوموړي څرګنده کړې، چې د دې پېښي انګیزه په ډاګه شوې نده؛ خو د پېښې د څېړلو لپاره سیمي ته یو پلاوی لیږل شوی دی .
طالبانو د پېښې مسوولیت منلی او څرګندوي، چې پېښه د دوی یو نفوذي کس رامنځته کړې ده.
 
سرچينه : آریانا نیوز
https://avapress.com/vdcdsn0fxyt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته