کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنې د افغانستان په انتخاباتو کې له پولیسو بې طرفي وغوښته

ازادی رادیو , 14 اسد 1398 ساعت 8:55

اروپايي ټولنې د افغانستان د انتخاباتو په پروسه کې د پولیسو په بې طرفۍ ټینګار وکړ.



په افغانستان کې د دې اروپايي ټولنې سفیر او د ماموریت رئیس پیري مایډون په خپل ټوېټر دا خبره لیکلې.
مایډون پرون د افغانستان په اجرائیه ریاست کې د پولیسو د همغږۍ د بورډ په غونډه کې هم ګډون کړی و چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو امنیت یې د بحث یوه مهمه موضوع وه.
مایډون ویلي چې پولیس باید خپل بې پلویتوب وساتي.
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د پولیسو د همغږۍ د بورډ په غونډه کې ویلي چې امنیتي ارګانونه خاصتاً پولیس باید د انتخاباتو په پروسه کې بې پلوي اوسي.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په دې غونډه کې ډاډ ورکړی چې پولیس به د انتخاباتو امنیت ونیسي او هم به بې طرفه وي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان په شپږمه ترسره کېږي خو د امنیت په اړه یې جدي اندېښنې موجودې دي.
 


د مطلب کود: 189554

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189554/اروپايي-ټولنې-د-افغانستان-په-انتخاباتو-کې-له-پولیسو-بې-طرفي-وغوښته

آوا
  https://www.avapress.com