کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

الیس وېلز نن د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 اسد 1398 ساعت 8:26

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره الیس وېلز نن اسلام اباد ته ځي او له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کوي.



یوه پاکستاني چارواکي ازادې اروپا راډیو ته ویلي چې له وېلز سره به یو امریکایي پلاوی هم مل وي.
پاکستان ته د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرې الیس وېلز د دغه سفر زیات جزیات نه دي روښانه شوي.
وېلز داسې وخت اسلام اباد ته ځي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي مرکچیانو د طالبانو له استازو سره اتم دور خبرې روانې کړي.
خلیلزاد د خبرو په لومړنۍ ورځ ویلي وو چې یوې ښې هوکړې ته چمتو یوو او طالبان هم ښکاره کوي چې غواړي هوکړه نهايي کړي
 


د مطلب کود: 189555

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189555/الیس-وېلز-نن-د-افغان-سولې-په-اړه-خبرو-لپاره-اسلام-اباد-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com