دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 189569
په بغلان کې څلور امنیتی ځواکونه وژل شوی او ټپیان شوی دی
بغلان سیمه ییز چارواکې وایی چی نن سهار ۷:۳۰ بجو په شاوخوا د پلخمری شهر نو په سړک کې د مقناطیسی ماین چاودنې له امله یو تن امنیتي ځواکونو څخه وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوی دی.

 
احمد جاوید بشارت، د بغلان پولیسو قوماندانی ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل: مقناطیسی ماین د امنیتی ځواکونو یو رنجر موټر کې چاودنه کړی دی.
د هغه په وینا په دی پیښه کې یو تن امنیتی ځواکونو منسوبینو څخه وژل شوی او دری تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه زیاته کړه چی کشفی ځواکونه په سیمه کې حضور پیدا کړی او څيړنې په دی برخه کې جریان لری.
دا په داسی حال کې دی چی ځای پرځآی شوی ماینونه د طالبانو له لوری هر وخت د بغلان امنیتی ځواکونو څخه قربانی اخلی.
 
https://avapress.com/vdcd9n0fnyt0jk6.lb2y.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته