دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 189572
غزنی کې د افغان او ائتلافی ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې پاکستانیانو په ګډون ۴۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوی
د غزني ځایي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د تېر څلرویشت ساعتونو په لړ کې د افغان او ائتلاف ځواکونو د هوایي بریدونو، د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو او له وسله والو سره د مخامخ نیښو پر مهال د پاکستانیانو په ګډون ۴۴ وسله وال ترهګر وژل شوي دي.

د غزني ولایت مقام د رسنیو دفتر د خبر له مخې، ترهګرو طالبانو ته دغه پراخ تلفات د غزني ولایت په اندړ، قره باغ، خوګیاڼو او زنخان ولسوالیو کې د ۱۳ هوایي بریدونو، د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو او د وسله والو طالبانو په منځ کې د خپل ماین د چاودنې له امله ور اوښتي دي.
په خبر پاڼه کې ویل شوي چې په یادو بریدونو او عملیاتونو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.
https://avapress.com/vdchqwnzi23n6md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته