دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 189580
د کورنیو چارو وزارت: د خورشید ټلویزیون پر کارکوونکو برید د طالبانو کار دی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او له رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه ادعا کوي چې په کابل کې د خورشید ټلویزیون پر کارکوونکو پرونۍ حمله د طالبانو کار دی.

که څه هم په کابل کې د خورشید ټلویزیون پر کارکوونکو د پروني برید مسؤلیت هېڅ ډلې په ځان نه دی منلی، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی موندنې ښيي چې دا برید د طالبانو کار و.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، طالبان تر ډېره د هغو حملو مسؤلیت پر ځان نه مني چې په کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

ښاغلي رحیمي د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: زمونږ د لومړنیو معلوماتو له مخې دا حمله د طالبانو له خوا شوې، نه یوازې دا حمله بلکې په ډېریو نورو حملو کې هم چې ملکیان هدف ګرځول کېږي، طالبان یې مسؤلیت نه اخلي، په داسې حال کې چې اکثرو ترهګریزو بریدونو کې د دوی لاس وي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دا حمله طالبانو نه ده کړې.

د خورشید ټلویزیون پر کارکوونکو حمله یوازنۍ حمله نه ده چې چا یې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، بلکې تر دې پېښې مخکې هم د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز انتخاباتي ډلې د مرستیال امرالله صالح پر دفتر د حملې په ګډون د ګڼو نورو حملو مسؤلیت هم کومې ډلې په ځان نه دی منلی.


خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ښاغلي صالح پر دفتر برید هم د طالبانو کار و.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، د خورشید ټلویزیون د کارکوونکو په کاسټر موټر د یکشنبې د ورځې په حمله کې دوه تنه وژل شوي او د یاد ټلویزیون د درې کارکوونکو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خورشید ټلویزیون پر موټر برید غندلی او ویلي یې دي چې رسنۍ او ملکیان په نښه کول جنګي جنایت دی.
په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جان بس په خپل یوه ټوېټ کې ویلي، د رسنیو پر کارکوونکو وروستی بې معنی برید غندم، پر ملکیانو او رسنیو برید بې هدفه دی، ټولې خواوې باید په سولې او د افغانستان په راتلونکي تمرکز وکړي.

غه شان د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون هم ویلي چې د ژورنالېستانو د خاموشه کولو هڅې به هغوی لا غښتلي کړي.
په کابل کې د خورشید ټلویزیون د کارکوونکو پر موټر په داسې حال کې د مقناطیسي ماین په وسیله حمله کېږي چې مخکې تر دې طالبانو د روان کال د سرطان د میاشتې په لومړیو کې رسنیو ته خبرداری ورکړی و چې د دغې ډلې پر ضد باید د سوداګریزو اعلانانو له خپرولو ډډه وکړي.
د افغانستان له رسنیو د ملاتړ اداره "نی" په دې باور ده چې دا حمله د طالبانو له یاد ګواښ سره تړاو لري.
د دغه بنسټ مشر مجیب خلوتګر ازادي راډیو ته وویل: دا حمله د بشریت په وړاندې یو جنایت دی، تر اوسه هېڅ ډلې یې مسؤلیت نه دی منلی، خو زه فکر کوم هغه ګواښ ته په پام سره چې د طالبانو له خوا موجود دی، که کومه بله ډله دا مسؤلیت ونه مني، ښکاره ده چې دا به د طالبانو کار وي.
د یادونې ده چې د خورشید خصوصي ټلویزیون د کارکوونکو پر موټر حمله لومړنۍ نه ده، بلکې تر دې مخکې هم د افغانستان رسنۍ او خبریالان د ورته حملو ښکار شوي دي چې د تېر کال په ثور میاشت کې د کابل په شش درک سیمه کې هغه حمله چې په ډله ییز ډول نهه تنه خبریالان په کې ووژل شول، د دغو حملو یو څرګند مثال دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7y9qzak97n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته