دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 189585
غزني کې 16 خصوصي روغتيايې مرکزونه وتړل شول
د غزني ولايت د عامي روغتيا رياست د روغتيايې قوانينو د تطبيق او فارمسۍ څانګي مسئولينو نن د مرکز غزني اړوند له ښار څخه بهر د پښتون آباد او توحيد آباد په سيمو کې له خصوصي روغتيايې مرکزونو څخه څارنه وکړه.
ياد ټيم په دغو سيمو کې 13 بابه درملتونونه، 2 معاينه خاني او يو سراپا کلينيک چې د فعاليت قانوني اسناد يې نلرل او يايې بشپړ کړي نه وو، مهرلاک او وتړل.
د عامي روغتيا رياست اړوند څانګي په جديت سره کار کوي څو د دي ولايت په مرکز او ولسواليو کې د غير قانوني روغتيايې مرکزونو د فعاليت، د بي کيفيته او تاريخ تير درملو د پلور مخنيوى وکړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbw9b8srhbwsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته