دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 189591
جوزجان: پر امنيتي پوسته د طالبانو بريد کې ۱۱ سرتېري وژل شوي
د دوشنبې پر شپه (۵ اګست) د جوزجان ـ فاریاب په عمومي لاره طالبانو د افغان سرتېرو په یوه پوسته بريد کړی او ۱۱ تنه سرتېري یې وژلي دي.

د جوزجان والي لطف الله عزیزي بي بي سي ته وویل په وژل شویو کې لس یې د ملي امنیت د ځانکړي قطعې ځواکونه او یو هم د ملي اردو عسکر و. ښاغلی عزیزي وایي په دې پېښه پنځه نور افغان سرتېري هم ټپیان شوي دی.
د ښاغلي عزيزي په وينا د افغان ځواکونو پر پوسته د بريد له امله په سیمه کې څلور طالبان هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. بلخوا د شبرغان ښار د روغتون مسولینو هم بي بي سي ته ویلي چې دې روغتون ته د ۱۱ کسانو جسدونه ور وړل شوي دي.
د ده په خبره دغه پیښه د خانقاه ولسوالۍ د شاه‌ مرزا په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو پر مټ تر سره شوې ده. بلخوا طالبانو رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ادعا کړې چې پر امنیتي اډه طالبانو حمله کړې او افغان ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولي ده.

همدا ډول تېره ورځ د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د پوليسو د لارې امنيت ساتنې په يوه پوسته کې سرتېري پر خپلو ملګرو بريد کړی و او اووه پوليس يې وژلي وو. ځينو سرچينو بيا دغه شمېر ۱۱ تنه ښودلی و.
دغه پېښې په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې د امريکايي او طالب استازو تر منځ د سولې د اتم پړاو خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې روانې دي.
 
https://avapress.com/vdci33azzt1avw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته