دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 189594
فاریاب ولایت پلچراغ ولسوالۍ باندی طالبانو ډله ییز برید د ۳۶ وسله والو طالبانو په وژل کیدو سره پای ته ورسید
کورنیو چارو وزارت وایي، د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ د طالبانو د تېرې شپې ډلییز بریدونه یې د ۳۶ وسله والو طالبانو په وژل کېدو سره، په شا تمبولي دي.

په دې اړه د کورنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي،” د امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د څو ډلمشرانو په ګډون ۳۶ ترهګر طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي”.
خبر پاڼه زیاتوي،” د یادونې ده چې د دې نښتې په لړ کې د هېواد د ملي نوامیسو او ارضي تمامیت د ساتلو په لاره کې دوه امنیتي ځواکونه شهیدان شوي، درې نور ټپیان دي او ملکي خلکو ته پکې زیان ندی اوښتی”.
https://avapress.com/vdcb99b8arhbwsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته