کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قطر کې سولې اتم پړاو خبرو کې پرمختګ او د امریکایی سرتیرو وتلو مهال ویش او څرنګوالی باندی اختلافات

14 اسد 1398 ساعت 16:49

قطر کې د سولي اتم پړاو خبرې دواړه اړخونه د پرمختګونو سره ملې ګڼي خو د امریکایي سرتیرو د وتلو د مهال ویش او څرنګوالي پر سر لاهم ښکیلې غاړي اختلافونه لري.



پرون یکشنبه د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د طالبانو له مرکچي پلاوي سره په مذاکراتو کې ګډون کړی دی.
د راپورونو له مخې د زلمي خلیلزاد او ملا برادر خبرې پرون یکشنبه د تړلو دروازو تر شاه ۴ ساعته غځیدلې دي.
د یکشنبې ورځې خبرو تر پای ته رسیدو وروسته د طالبان ویاند سهیل شاهین رسنیو ته ویلي چې د تېرې ورځې په خبرو کې کوم پایله نه ده تر لاسه شوې، نن دوشنبه د تېرو مذاکراتو په څېرو خبرې بېرته پیل او د توافقنامې په وروستیو ټکو به بحثونه وشي.
ښاغلي شاهین ویلی چې د غونډې فضا ښه و او څه پرمختګ هم شوی دی.
د باوري سرچینو له قوله چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي داسي راپورونه ورکړل شوي چې په دې خبرو کې اختلافي ټکی دا دی چې تر موافقې وورسته د لومړي ځل لپاره څه شمېر امریکایي عسکر له هېواده ووځي.


د مطلب کود: 189595

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189595/قطر-کې-سولې-اتم-پړاو-خبرو-پرمختګ-او-د-امریکایی-سرتیرو-وتلو-مهال-ویش-څرنګوالی-باندی-اختلافات

آوا
  https://www.avapress.com