دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 189601
قطر کې د سولې اتم پړاو درېیمه ورځ؛ حکومت: د پام وړ پرمختګونه شوي
په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې د اتم پړاو خبرو اترو په درېیمه ورځ، افغان حکومت په دغه بهیر کې د پام وړ له پرمختګونو خبره کوي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته، د افغانانو ترمنځ خبرې به پيل شي او حکومت د دغو خبرو اترو پيل لپاره چمتووالی لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په دې اړه وویل:«په دغو خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګونه شته، او موږ هیله لرو چې د افغانانو ترمنځ د خبرو له پای سره سولې ته ورسېږو.»
د افغان سولې لپاره د امریکا خانګړي استازي دوحه کې د سولې د اتم پړاو خبرو له پیل مخکې پاکستان ته سفر وکړ او د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان، بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او لوی درستیز جاوېد باجوه سره یې د افغان سولې بهیر په اړه خبرې اترې کړې دي.
ښاغلي خلیلزاد پاکستان ته تر سفر مخکې، اته ورځې کابل کې و او له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل، د څرنګوالي په اړه د افغان حکومت له چارواکو سره یې سلامشورې وکړې.
خلیلزاد کابل کې د خپل سفر په پای کې، له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغان سولې د ځانګړي استازي په توګه د دندې له پیل وروسته دا سفر مې له لاسته راوړنو ډک سفر و. 
په همدې حال کې له امریکايي پلاوي سره د طالبانو د مرکچي پلاوی یو غړی وايي، پر اوربند به د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې خبرې وشي.
د طالبانو د مرکچي پلاوی غړی شهاب الدین دلاور په دې اړه څرګنده کړه:«اوربند به د افغانانو ترمنځ خبرو اترو یو مهم بحث وي او د هغه ترڅنګ د اسلامي نظام ټیګښت، د اساسي قانون تدوین او له هغې وروسته یوازې اوربند نه بلکې جګړه به هم په افغانستان کې پای ته ورسېږي.»
اخو بیا د طالبانو د جلاوالي په اړه هم اندېښنې شته، خو د طالب ډلې یو پخوانی غړی دا خبره ردوي.
د طالبانو د سیاسي کمېټې پخوانی ريیس اغا جان معتصم وايي:«طالبان ټول یوه ډله دي، د ملامحمد عمر زوی د ملاهبت‎الله اخندزاده مرستیال دی او ټول هغه کارونه چې ترسره کوي له ملاهبت الله سره مشوره کوي.»
د افغانستان د ژغورنې شورا چې د پخوانیو طالب چارواکو له‌خوا جوړه شوې وايي، د دوی لپاره سوله لومړیتوب لري.
د افغانستان ژغورنې شورا ريیس سیداکبر اغا په ډاګه کړه:«موږ باید سوله د ټاکنو قرباني نه کړو او ټاکنې د سولې قرباني کړو.»
قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی وايي، له امریکایانو سره تر هوکړې وروسته، هوکړه لیک د رسنیو او نړیوالو شاهدانو خضور کې اعلان شي او تمه ده چې له دې هوکړې وروسته، د افغانانو ترمنځ خبرې په یوه اروپايي هېواد کې پیل شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawon6649nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته