ولسمشر غني یادې ناستې ته چې، یو شمېر میرمنو پکې برخه ګډون کړی و، وویل چې، د سولې هوکړه به د افغانستان د خلکو په سلا مشوره او د افغانانو د ارزښتونو د خوندیتوب له مخې لاسلیک کیږي.
ولسمشر غني د ښځو په کاري مصنؤنیت ټینګار وکړ او په خبره یې ښځې په تېرو پنځو کلونو کې له څنډې څخه متن ته راغلې دي او بېرته به شاتګ ونکړي.
همدارنګه نوموړي د ولسمشریزې ټاکنو ترسره کېدل لازمي او اړین وبلل او ټینګار یې وکړ چې ټاکنې به پر ټاکلي وخت ترسره کیږي.
د ناستې ښځینه ګډنوالو هم د سولې په پروسه کې پرخپلو حقونو ټینګار وکړ او په خبره یې میرمنې د افغانستان د جګړې اصلي قرباني دي؛ نو په همدې اساس د سولې په پروسه کې باید له پامه ونه غورځول شي.
ولسمشر غني ټینګار وکړ چې، د سولې په برخه کې زموږ هڅې هر اړخیز بحث دی او تر هغو پورې چې زه مسؤولیت لرم، هېڅ ډول داسې معامله به ونه کړم چې د ښځو حقونو ته زیان واوړي او ټینګار یې وکړچې، ښځې باید له هر ډول تاوتریخوالي څخه په امن کې وي.
همدارنګه ولسمشر غني په ټاکلي وخت د ټاکنو په ترسراوي ټینګار کوي او له نورو نوماندانو یې غوښتنه وکړه چې خپل پروګرامونه ملت ته وړاندې کړي.