خوښ ديک ۰

د ټاکنو په تړاو د معتصم څرګندونو په وړاندې بېلابېل غبرګونونه

ولسمشر او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد اشرف غني د ټاکنو په تړاو د یوه پخواني طالب چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې وايي، چې د خلکو ټاکنې روښانه دي، خلک اسلامي جمهوري نظام غواړي.

د دې پخواني طالب چارواکې نظر په ښکاره د ولسمشر تند غبرګون را پارولی دی.
 ولسمشر محمد اشرف غني څرګنده کړه:«ټاکنه ډېره اسانه ده، جمهوریت او که یا امارت؟ جمهوریت، جمهوریت، جمهوریت.»
پخواني طالب چارواکي اغاجان معتصم له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي هغه نظام چې له طالبانو سره د سولې په پایله کې به رامنځته شي باید د امارت او جمهوریت ترکیب وي.
پخوانی طالب چارواکی اغاجان معتصم وايي:«د دغه نظام نوم د افغانستان جمهوري اسلامي امارت وي او په هغه کې د دواړو جمهوري او امارت ارزښتونه وي.»
د ولسي جرګې غړي بیا وايي، د طالبانو پنځه کلنه واکمني د خلکو غوښتنو ته ځواب ویوونکې نه وه.
د ولسي جرګې غړی عطامحمد دهقانپور څرګندوي:«اسلامي امارت هېڅکله نه د خلکو د ټولنیزو اړتیاو ځواب ویوونکی و، او نه هم د سیاسي اړتیاو او نه هم د خلکو د اسلامي اړتیاو ځواب ویوونکی و.»
طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د افغانستان نظام امارت اعلان کړی او یوازې پاکستان، عربستان او متحده عربي اماراتو دا رژیم په رسمیت وپېژانده.
 
 
دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۸
د مطلب کود: 189612 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *