خامه پریس ته د را رسیدلې خبر پاڼې په حواله، افغان ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې ۵ طالب وسله وال وژلي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې ځانګړو ځواکونو د دې ولایت په بله ولسوالۍ نرخ کې هم عملیات کړي چې په پایله کې یې ۴ طالب وسله وال وژل شوي او ۴ تنه نیول شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)