کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: میدان وردګ کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۹ وسله وال ترهګر وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 اسد 1398 ساعت 10:34

نظامي چارواکي وایي، د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار او نرخ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۹ وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نیول شوي دي.



خامه پریس ته د را رسیدلې خبر پاڼې په حواله، افغان ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې ۵ طالب وسله وال وژلي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې ځانګړو ځواکونو د دې ولایت په بله ولسوالۍ نرخ کې هم عملیات کړي چې په پایله کې یې ۴ طالب وسله وال وژل شوي او ۴ تنه نیول شوي دي.
 


د مطلب کود: 189644

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189644/چارواکي-میدان-وردګ-کې-د-ځانګړو-ځواکونو-عملیاتو-پرمهال-۹-وسله-وال-ترهګر-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com