دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 189644
چارواکي: میدان وردګ کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۹ وسله وال ترهګر وژل شوي
نظامي چارواکي وایي، د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار او نرخ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۹ وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نیول شوي دي.

خامه پریس ته د را رسیدلې خبر پاڼې په حواله، افغان ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې ۵ طالب وسله وال وژلي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې ځانګړو ځواکونو د دې ولایت په بله ولسوالۍ نرخ کې هم عملیات کړي چې په پایله کې یې ۴ طالب وسله وال وژل شوي او ۴ تنه نیول شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkwnzk23n6-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته