کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو پر ټاکنیزو غونډو د بریدونو خبرداری ورکړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 اسد 1398 ساعت 11:31

وسله والو طالبانو له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سره د مخالفت په ښودلو له خلکو غوښتي چې په ټاکنیزو غونډو کې ګډون ونه کړي.



دغه ډله وايي، په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه مذاکرات او «بین الافغاني» تفاهم ته چمتووالی روان دی، د دوی په وینا د ټاکنو تر سره کېدل د وخت ضایع کېدل دي.
طالبانو نن سې شنبه د «زمري میاشتې پر۱۵مه» رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي:"موږ پر ټولو هیوادوالو غږ کوو، چې په دغه پروسه کې له اشتراک څخه ډډه وکړي... باید هغوی غونډو او تجمعاتوته ورنشي چې د برید او زیان خطر وي."
دغه ډلې خپلو وسله والو ته د ټاکنیز بهیر هدف ګرځولو امر کړی.
تېره اونۍ د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټاکنیز کمپاینونه پيل شول.
طالبان پر داسې مهال دا مخالفت کوي چې د ټاکنیزو کمپاینونو د پیلېدو په لومړۍ ورځ په راتلونکو ټاکنو کې د محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح پر دفتر موټر بم او ډله ییز برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول، چې مسؤلیت یې لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا د طالبانو دې خبرداري ته په غبرګون کې وايي، چې افغانان د پوځې لارې نه بلکې د ډموکراټیکو لارو چارو واک ته رسېدل غواړي.
د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حقپرست نن سې شنبه له امریکا غږ سره خبرو کې وویل، چې طالبان له ټاکنیز بهیر سره په مخالفت غواړي د «زور» له لارې واک ته ورسېږي.
هغه وویل:"هر هغه اقدام، چې له هر ادرس څخه د ډموکراسۍ او په خاص ډول د ټاکنو د مخالفت په اړه باندې کېږي، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون واضح دریځ دی چې، د دې ډمکراټیکې پروسې مخالف دی، او هغه د ټاکنو مخالف دی،نو هغه لوری به حتماً دکتاتوري غواړي، جنګ غواړي او پوځي لارو چارو پر قدرت باندې شخړه غواړي، چې دا هېڅ وخت نه د ټاکنو کمېسیون او د ملت لپاره د منلو وړ ده."
ښاغلي حقپرست زیاته کړه چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مېزان میاشتې پر شپږمه نېټه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدو لپاره پوره چمتووالی نیولی دی.
دغه کمېسیون وايي، له امنیتي ارګانونو یې د یاد بهیر د کلک امنیت ټینګولو غوښتنه کړې ده.
 


د مطلب کود: 189647

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189647/طالبانو-پر-ټاکنیزو-غونډو-د-بریدونو-خبرداری-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com