دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 189650
غزني کې د افغان ځواکونو په هوايي او توپچي بریدونو کې ۲۴ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ۲۰۳ تندر قول چارواکي وایي غزني کې یې د هوایي حملو او توپچي بریدونو پرمهال ۹ وسله وال ترهګر وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.


خامه پریس ته د ۲۰۳ تندر قول اردو له رسنیز دفتره په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي ” افغان هوایي اوتوپچي ځواکونو د غزني ولایت مرکزپوری اړوند دشهباز په سیمه کي پروسله والو ترهګروهوایي اوتوپچی  بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې (۸) تنه وسله وال ترهګر وژلي ، (۱۵) تنه ژوبل کړی او(۵)عرادی موټرسایکلونه  دترهګروله منځه وړیدي”.
خبر پاڼه زیاتي، دتندر قول اردو منسوبینو دغزني ولایت دآب بند ولسوالې دمدوخیلو په سیمه کي دتندر۳نمبر ۱۰ګډو عملیاتو په ترڅ کی (۱)تن وسله وال ترهګر وژلي،(۱) میل کلاشینکوف او(۱) عراده موترسایکل یی امنیتی ځواکونو ته په لاس ورغلي.
 
https://avapress.com/vdceno8z7jh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته