کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې د افغان ځواکونو په هوايي او توپچي بریدونو کې ۲۴ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

15 اسد 1398 ساعت 11:55

د ۲۰۳ تندر قول چارواکي وایي غزني کې یې د هوایي حملو او توپچي بریدونو پرمهال ۹ وسله وال ترهګر وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.




خامه پریس ته د ۲۰۳ تندر قول اردو له رسنیز دفتره په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي ” افغان هوایي اوتوپچي ځواکونو د غزني ولایت مرکزپوری اړوند دشهباز په سیمه کي پروسله والو ترهګروهوایي اوتوپچی  بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې (۸) تنه وسله وال ترهګر وژلي ، (۱۵) تنه ژوبل کړی او(۵)عرادی موټرسایکلونه  دترهګروله منځه وړیدي”.
خبر پاڼه زیاتي، دتندر قول اردو منسوبینو دغزني ولایت دآب بند ولسوالې دمدوخیلو په سیمه کي دتندر۳نمبر ۱۰ګډو عملیاتو په ترڅ کی (۱)تن وسله وال ترهګر وژلي،(۱) میل کلاشینکوف او(۱) عراده موترسایکل یی امنیتی ځواکونو ته په لاس ورغلي.
 


د مطلب کود: 189650

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189650/غزني-کې-د-افغان-ځواکونو-په-هوايي-او-توپچي-بریدونو-۲۴-وسله-وال-طالبانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com