دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 189669
هرات کې طالبانو د وسلو یو ډک مازدا نیول شوی
کورنیو چارو وزارت وایي، د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې یې په وسله والو ترهګرو پورې اړوند له وسلو ډک مازدا موټر، چې ۳۰۰۰۰ مرمۍ پکې ځای پرخای شوې وې، نیولی دی.

د کورنیو چارو وزات له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي،” نن سهار د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په چشت ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د وسلو او مهماتو یو ډک مازدا موټر کشف او ضبط کړی دی”.
د خبر پاڼې په حواله، په یاد موټر کې د بېلابېل ډوله تسلېحاتو ۳۰ زره ډزه ګولۍ ځای پر ځای شوې وې او غوښتل یې چې د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې د ترهګرو طالبانو پټنځایونو ته ولېږدوي.
خبر پاڼه زیاتوي چې، د دې پیښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.
https://avapress.com/vdcepo8zojh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته