کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشریز ټاکنو ترسره کېدو په وړاندی د طالبانو ګواښ

15 اسد 1398 ساعت 17:23

وسله‌والو طالبانو د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړی دی.



دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د جمهوري ریاست انتخابات د تېرو په شان یوه تېر ایستونکې پروسه بللې ده او ګواښ‌یې کړی چې دوی به‌یې په کلکه د مخنیوي هڅه وکړي.
طالبانو په دغې اعلامیه کې په عامو افغانانو غږ کړی چې په کمپایني غونډو او دغه پروسه کې له ګډون نه ډډه وکړي، څو په حملو کې ورته زیان ونه‌رسېږي.
له دغې اعلامیې وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي هغه څوک چې د انتخاباتو مخالفت کوي دوی هڅه کوي چې په زور واک ته ورسېږي چې دا افغانانو ته د منلو نه‌ده.
د دغه کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست په دی اړه رسنیو ته وویل، انتخابات د واک د سوله‌ییز لېږد یوه ولسواکه منل شوې پروسه ده چې حکومت باید د کاندیدانو، رأی ورکوونکو او د انتخاباتو د کارکوونکو امنیت خوندي کړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه ترسره کېږي چې شااوخوا ۱۰ ورځې وړاندې ورته کمپاینونه پیل شوي او ۵۰ ورځې به نور هم دوام وکړي.


د مطلب کود: 189678

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189678/ولسمشریز-ټاکنو-ترسره-کېدو-په-وړاندی-د-طالبانو-ګواښ

آوا
  https://www.avapress.com