دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 189679
کابل ښار کې چاودنې دوه تنه وژلي اوه ټپیان دي
نن سې شنبه ماځیګر ۴ بجې د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند خیرخانې سیمه کې ماین چاودنې دوه تنه وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزات ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي، چې غه چاودنه د خیر خانې اړوند روسانو سړک د پروان بوستان پر څلور لارې له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو پر موټر رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې دغه چاودنه په یو بایسکل کې د ځای پر ځای شوی چسپکي ماین له امله رامنځته شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نه دي ویلي چې وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي که پولیس دي.
په کابل کې دغه چاودنه پر داسې مهال رامنځته کېږي، چې د یکشنبې په ورځ په کابل ښار کې د خورشید خصوصي ټلوېزیون کار کوونکو د عملې پر موټر د چسپکې ماین چاودنه کې دوه تنه ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.
تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfe1dy1w6dcva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته